IQNA

د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه

د شهید رئیسي خدمتونه د  ایران د ملت د ملي عزت او د ملت د اعتبار سبب شو

16:13 - May 20, 2025
د خبر لمبر: 3491148
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر  شهیدابراهیم  رئیسي او د خدمت  د نورو  شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو  په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې  خلکو او د ملت عزت او اعتبار  ته خدمت وکړ او دا  لاره او روده  زموږ  د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.

د ایکنانیوز  د راپورپه اساس،  د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي پرون  ،  د خدای بخښلی ولسمشر  شهید ابراهیم رئیسي او  د  خدمت  د نورو شهیدانو» او په تېرو لسیزو کې د مسئولانو د شهداؤ  له  کورنيو سره په لیدنې کې، د شهیدانو د ستاینې او  درنښت هدف تدبر او درس اخیستل وبلل او د ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو په تشریح کولو سره ئې وویل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او په نه ستړي کېدونکي هڅو سره ئې "خلکو او د ملت عزت او اعتبار" ته خدمت وکړ او دا  لاره او روده  زموږ  د ټولو مسئولینو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوی درس دی.

حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌اي د غیر مستقیمو مذاکراتو په اړه امریکایي لوري ته په خبرداري سره ټینګار وکړ چې د امریکایانو دا خبرې چې ایران ته به د یورانیمو  د پخولو اجازت ور نه کړو، بې ځایه او چټي  خبرې دي او د ایران اسلامي جمهوریت به په دې برخې کې خپله پالیسي او روده  تعقیب کړي.

دوي په په دغې لیدنې کې چې یو شمېر مسئولانو هم  شتون درلود، د آل‌هاشم، امیرعبداللهیان، د پرواز ډلې شهدا، د آذربایجان شرقي والي او د حفاظت  قوماندان، چې د تېر کال د غوا ي د میاشتې  ۳۰ په دردناکه پېښه کې له  شهید رئیسي سره یوځای  شهیدان شول ، وستایل  او زیاته ئې کړه: له  فرعوني حاکمیت څخه لیرې والی او د الهي حاکمیت په لور حرکت د هېواد د مدیریت لپاره یو مهم معیار دی چې شهید رئیسي ئې بشپړ مثال و.

د اسلامی انقلاب معظم مشر د قرآن د آیتونو په استناد سره وویل: خود غرور، د خلکو تحقیر  او سپکاوی او د مسئولیت  د پيټي  پر خلکو اچول، د فرعوني حاکمیت ځانګړنې دي، چې شهید رئیسي د دغو صفتونو په مقابل کې ؤ او ځان ئې د خلکو په کتار کې او په ځینو مواردو کې له خلکو څخه کوچنی باله او په دې نظر ئې هېواد اداره کاوه.

هغه د خداي د بنده ګانو لپاره د ټولو توانمنیو کارول او د مسئولیت په اړه له سیاسي او ټولنیز موقعیت څخه د هر ډول استفادې څخه ډډه کول د شهید رئیسي لوي درس وباله  او زیاته ئې کړه: په اسلامي نظام کې داسې کسان چې دا ځانګړنې لري، کم نه دي، خو دا ځانګړنې او درسونه باید د عامه کلتور په توګه رامینځته شي.

حضرت آیت‌الله امام  خامنه‌اي د هر شخص زړه، ژبه او عمل د هغه د شخصیت د پېژندلو لپاره درې اصلي عناصر وبلل او زیاته ئې کړه: ابراهیم رئیسي یو عاجز  او ذکر کوونکی زړه ، روښانه او صادقه ژبه او نه ستړی کېدونکی او دوامدار عمل درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4283598

captcha